د لوګر ښوونیز مرکز پسرلني پروګرام کې۳۰۰ تنو زده کوونکو ته درس پیل شو
چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز له کې ۳۰۰ زده کوونکو ته درسي پروګرام پيل کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د ښوونیز بهیر د پیل مبارکي ټولو زده کوونکو ته وړاندې کړه او ویې وویل: وخت د هر چا لپاره ډېر قیمتي دی، خو موږ افغانان ته له ټولو زیات قمیتي دی، ځګه زموږ هېواد ډېر کار او زیار ته اړتیا لري.
ښاغلي صمیم زیاته کړه؛ اوس موږ د تکنالوژۍ، اختراعاتو او پرمختګونو په لوري پل ايښی، باید په دې مقابله کې هم خپل سیالان مات کړو، د تل لپاره د نورو له احتیاجه خپل هېواد خلاص او هر برخه کې پرځان بسیا شو.
د ښوونیز مرکز مدیر حسیب الله حبیب وویل: په دغه پسرلني ښوونیز پروګرام کې له ۳۰۰ تنو زیاتو زده کوونکو ته ښوونیزې چوپړتیاوې برابرې شوي، چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې ترڅنګ د ویناوالۍ په برخه کې به هم زده کوونکي وروزل شي.
۲۰۲۴/۴/۲۴ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۵ هــ ل