سرپل ولايت ته د تلونکو سيلانيانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی
چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د طبيعي سرسبزۍ، سياحتي جاذبو او ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د سيلانيانو په شمېر کې هم زياتوالی راغلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوی عبدالغفار حقنما په وينا؛ هره ورځ سلګونه تنه کورني سيلانيان د سرپل ولايت له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کوي، د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي تر څو دوی ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره د هېواد اکثره ولايتونو د کورنيو سيلانيانو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.