سنګین ولسوالۍ کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دغې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چې په کې د یو شمېر ادارو مسؤلینو، ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د مسؤلینو په وینا؛ د دغې مشاعرې له جوړولو څخه موخه د ادب او فرهنګ وده، د ځوان نسل د ادبي استعدادونو روزل، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د علمي، ادبي او فرهنګي فعالیتونو پراختیا وه.
په مشاعرې کې شاعرانو او نعت ویوونکو خپل ترتیب کړي شعرونه، ادبي لیکني او نعتونه ګډونوالو ته وړاندي کړل، چې ګډونوالو یې تود هر کلی وکړ.
ګډونوالو د دې ډول ادبي او فرهنګي پروګرامونو جوړول د ټولني د فکري ودي لپاره مهم یاد کړل او غوښتنه یې وکړه چې ورته ناستې دې په دوامداره توګه جوړې شي.
۱۴۴۸/۶/۱ هـ ق