سنګین ولسوالۍ کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۸
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دغې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې  میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چې په کې د یو شمېر ادارو مسؤلینو، ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د مسؤلینو په وینا؛ د دغې مشاعرې له جوړولو څخه موخه د ادب او فرهنګ وده، د ځوان نسل د ادبي استعدادونو روزل، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د علمي، ادبي او فرهنګي فعالیتونو پراختیا وه.
په مشاعرې کې شاعرانو او نعت‌ ویوونکو خپل ترتیب کړي شعرونه، ادبي لیکني او نعتونه ګډونوالو ته وړاندي کړل، چې ګډونوالو یې تود هر کلی وکړ.
ګډونوالو د دې ډول ادبي او فرهنګي پروګرامونو جوړول د ټولني د فکري ودي لپاره مهم یاد کړل او غوښتنه یې وکړه چې ورته ناستې دې په دوامداره توګه جوړې شي.

۱۴۴۸/۶/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

برگزاری نشست با جوانان جهت ترویج فرهنگ مطالعه و مبارزه با رسوم ناپسند در بغلان

نشستی با حضور شماری از جوانان ولسوالی خنجان، به‌منظور بحث پیرامون موضوعات فرهنگی، ترویج فرهنگ مطالعه و جلوگیری از رسوم ناپسند، در ریاست اطلاعات و فرهنگ بغلان برگزار شد.
مولوی اسدالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۹
Background image

برگزاری مشاعره ماهانه در ولسوالی سنگین

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی سنگین مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند مشاعره ماهانه را در کتاب‌خانه عامه این ولسوالی راه‌اندازی کرد. در این مشاعره، مسوولان ادارات محلی، شاعران. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

راه‌اندازی سیمینار علمی به ده‌ها تن از محصلان پوهنتون‌ کابل 

ریاست کتاب‌خانه‌های عامۀ وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار علمی را به ده‌ها تن از محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون‌ کابل درمورد راه‌ها و ارزش مطالعه، علماء و نویسندگان افغانستان و. . .

BACK TO NEWS