اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست د دولتي ادارو له وياندويانو سره د همغږۍ غونډه وکړه
سه شنبه (۲۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست د دولتي ادارو له وياندويانو سره د ګرځندوی رياست د غونډو په تالار کې د همغږۍ غونډه وکړه.
ياده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه، د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي، د نشراتو معينيت وارسي کوونکي مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال او د وزارت د مرکزي رياستونو ګڼ شمېر رئيسانو، د دولتي مرکزي ادارو وياندويانو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو راپیل شوه، ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي نړیوال ویاندویانو ته تر ښه راغلاست وروسته، د ریاست الوزراء مکتوب ولوست، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته هدایت شوی و، څو په هرو دریو میاشتو کې ویاندویانو ته روزنیز سیمینار دایر کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وويل: د دولتي ادارو وياندويان دې خپلو مسؤليتونو ته متوجه اوسي او اطلاعات دې په وخت سره شريکوي، ښاغلي خیرخواه د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو رول مهم وباله او ويې ويل: اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست ننۍ د همغږۍ غونډه په نشراتي امورو کې د رسنيو او خبريالانو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کېدو په موخه جوړه کړې ده، د دولتي ادارو وياندويان دې د ا.ا.ا. لاسته راوړنې په ښه شکل سره منعکس کړي.
د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل: ددې ناستې موخه د دولتي ادارو د وياندويانو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي، دا ناسته د نشراتي امورو د بهتروالي په خاطر جوړه ده، چې په راتلونکي کې به په هرو دريو مياشتو کې يو ځل جوړيږي، چې پکښې به د وياندويانو، رسنيو او خبريالانو ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې مطرح کيږي، ښاغلي عزيزي له وياندويانو څخه وغوښتل، چې د نظام د بقا لپاره بهتر فعاليت وکړي او د هېواد له رسمي او محلي ژبو علاوه په نورو ژبو هم معلومات په دقت او خپل وخت سره نشر کړي.
همدا ډول د غونډې په ترڅ کې وياندويانو خپلې سپارښتنې، وړانديزونه، نظريات او غوښتنې شريکې کړې.
غونډه د نشراتو معينيت د وارسي کوونکي مولوي ضیاء الحق حقمل له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۳/۲/۱۸ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۷ میلادي