جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
…

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: له دې ازموينې څخه يې موخه د نبي کريم ﷺ له سيرت سره د ځوانانو اشنا کول دي، امتحان کې د مرکز او آقچې ولسوالۍ څخه ۹۰۰ تنو  ګډون کړی وو.

ښاغلي بابري زياته کړه؛ دا مهال يې په جوزجان ولايت کې له ۳۰۰۰ تنو څخه ډېرو ته د لوړو زده کړو موسسو، انسټيټيوټونو او ښوونيزو مرکزونو سره د هوکړه ليکونو په ترسره کولو او د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې  د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د حضرت سلطان ولسوالۍ له ښوونيز مرکز څخه ليدنه وکړه

یکشنبه (19د شوال المکرم 1445) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منیب او د ځوانانو چارو آمر مخدوم صبغت الله زرقاوي په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اکټيډ موسسې له ښوونيز. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار کې د سیکارام مشاعره په شانداره مراسمو سره ترسره شوه

شنبه ۱۸( د شوال المکرم ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او سپين غر ځوانانو ټولنې له لوري پچیراګام ولسوالۍ کې د سیکارام مشاعره جوړه شوې وه، چې پکې د یادې ولسوالۍ د زرګونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ثور اتمه ( د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ) ولمانځل شوه

شنبه (۱۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د ثور اتمه (د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ)و لمانځل شوه،چې په غونډه کې  د. . .

BACK TO NEWS