جوزجان کې له لس تنو څخه د فريلانسنګ لپاره نهايي ازموينه واخستل شوه
چهارشنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: د ځوانانو چارو آمريت د اکټېډ موسسې په همکارۍ له لس تنو څخه د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) نهايي ازموينه واخستله.
د ځوانانو چارو آمر انجینر پهلوان بابري وويل: له دې لسو تنو څخه به ۶ تنه د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) کورس ته بريالي کيږي، چې د درې مياشتو لپاره به په ياده برخه کې زده کړې کوي.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت په دې وروستيو کې د ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې بيلابیل پروګرامونه په نظر کې نيولې چې يو يې هم د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) پروګرام دی، چې په برياليتوب مخته روان دی
۲۰۲۴/۴/۳۰ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۱ هـ ل