کندوز زون کې د فریلانسېنګ برخې دویم پړاو ازموینه ترسره شوه

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۱۵
Kunduz province

یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵)  د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وويل: اونۍ وړاندې د کندوز زون په کچه له سلګونه تنه ځوانانو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امريت له لوري د اکتید مؤسسې په همکارۍ د فریلانسېنګ یا انلاين کار او تجارت په برخه کې ازموینه اخیستل شوې وه، په‌ یاده ازموینه کې ۲۵ تنو دویم پړاو ته لاره وموندله، چې نن له دوی څخه د دويم پړاو ازموينه واخستل شوه.

ښاغلي منصور زیاته کړه؛ نن يې د اکټید موسسې په دفتر کې په انلاين ډول له ۲۵ تنو چې دویم پړاو ته بریالي شوي و ازموینه واخیسته چې په ‌دې ازموینه کې به د کندوز زون په کچه له څلورو ولایتونو څخه ۶ - ۶ تنه بریالي او د راتلونکو درې میاشتو لپاره به د‌ مخکښو استادانو لخوا د فریلانسېنګ یا انلاين کار او تجارت زدکړې وکړي. 

په ورته وخت کې بیا ددغې پړاو سیالیو دوه تنو ګډونوالو ددغې ازموينې له ترسره کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت څخه د مننې ترڅنګ وویل: له دې پروګرام سره به راتلونکي کې ګڼ شمېر هغه ځوانان چې  فریلانسېنګ برخې ته اړتيا لري، په زده کړو بوخت شي. 

د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کار او تجارت) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ  د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه پيل کړل شوی و، چې په کې د هېواد د ځوانانو لپاره د آنلاین تجارت په مهمو برخو کې زده کړې ورکول کيږي.

۲۰۲۴/۴/۲۸ میلادي
۱۴۰۳/۲/۹ هــ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

یکشنبه ( ۴ ذو القعده ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د خبریالانو او د رسنیو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ښوونيز کورسونو لړۍ پيل کړه

دوشنبه ( ۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمريت له لورې ۲۵۰ تنو ته د تجوید، فن بیان، انګلیسي ژبې او ادبیاتو، ریاضي او خطاطۍ په برخو کې روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲
Background image

روزګان کې له رسنيو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه ( ۴ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د روزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري دولتي او خصوصي رسنیو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه.

 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري اغاولي قریشي له ټولو. . .

BACK TO NEWS