د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان ولايت داطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل
نن شنبه (۱۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس مولوی سيف الدين معتصم سره وکتل.
د ليدنې پرمهال ښاغلي معتصم د وزير صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شريکې کړې او په نوموړي ولايت کې يې د ۴۱ ميليونه افغانیو په ارزښت د يو کتابتون په جوړولو هم خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ښاغلي خیرخواه د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې یې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې رسیدګي کيږي.
۲۰/۴/۲۰۲۴
۱۴۰۳/۲/۱