د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه

rahmatullah
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۲۰:۴۶
ی

 

تېره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت په نوښت د یادي ولسوالۍ د ځوانانو د همږغۍ غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادي ولسوالۍ نظامي او ملکي مسئولینو ترڅنګ قومي سپین ږیرو او مخورو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.
په پیل کې غونډې ته راغلو ځوانانو د خپلو ستونزو او مشورو شریکولو ورورسته وویل، دا هیوا او نظام زموږ د ټولو ګډ دی، د نظام په پایښت او د هېواد په ترقۍ کې د علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ونډه اړینه ده، چې به خبره یې موږ له خپل پلوه د هیواد د ابادۍ او نظام د ټینګښت لپاره چمتو یو، هیڅ همکاري نه ځني سپموو.
ځوانانو د خبرو په دوام د تعلیم پر ارزښت خبري وکړې او ولسونه یې دیني او عصري زده کړو ته راوبلل، همدا راز یې په مارجې ولسوالۍ کې د لېسو او ښوونځیو پر وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه او له مسؤلینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
ورپسې د ځوانانو چارو مدیر ښاغلي حنظله د خپلو خبرو پر مهال له ځوانانو وغوښتل چې خپله انرژي دي د ټولنې په اصلاح، د هیواد په رغونه او د نظام په ملاتړ کې مصرف کړي، د هیواد د دښمنانو په تبلیغاتو دي نه تېروځي، د ناروا تبلیغاتو شنډولو هڅه دي کوي.
دده په خبره ځوانانو ته کار کول او د هغوی د ستونزو حلول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، د دوی د ستونزو په حلولو کې او تر مشرانو رسولو کې تر خپل توانه پوره هلي ځلي کوو.
غونډې ته نظامي او ملکي مسئولینو او قومي مخورو هم ویناوې وکړې.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د ځوانانو چارو ښاغلي مدیر تر دې وړاندي  ګرشک ولسوالۍ کې هم ورته غونډه ترسره کړې ده.
۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د حضرت خواجه عبدالله انصاري «رح» د زيږېدنې ( ۱۰۴۹ مه ) کليزه ولمانځل شوه

جمعه (۲۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د حضرت خواجه عبدالله انصاري «رح» د زيږيدنې ( ۱۰۴۹ مه ) کليزه ولمانځل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۸
Background image

رسنۍ دې عامه فکرونه په اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو روښانه کړي

پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) يادې څرګندونې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د ملت غږ راډیو په نوم د يوې خصوصي رسنۍ د څلورمې کليزې په لمانځغونډه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

فیروز کوه موسسه د هنري او فرهنګي بنسټونو په برخه کې خپله همکاري پراخوي


پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د فیروز کوه موسسې رئیس ښاغلي هري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په. . .

BACK TO NEWS