تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

wares_admin
Thu, Mar 28 2024 1:34 PM
…

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.

دا پروګرامونه چې يوه اونۍ به دوام وکړي، د درې تنو علمای کرامو له لوري به چې د ارشاد، حج او اوقافو رياست له لوري ګومارل شوي، په اسلام کې د نوروز د حراموالي، د ناوړه دودونو، د فطر صدقې، د قدر د شپې فضايل او په اخترونو کې د ناوړه دودونو په اړه به د ردا، تخارستان، دانش روز، ماه نو او ملي راډيو تلويزيون له لارې عامه پوهاوي ترسره شي.
 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري وايي: ددې ښوونيزو او تربيوي پروګرامونو له ترسره کولو يې موخه په ټولنه کې د هغو ناوړه دودونو چې د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې دي له منځه وړل،  او خلکو ته عامه پوهاوی ترسره کول دي.