تخار کې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
…

چهارشنبه (۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ارشاد، حج او اوقافو، امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو او علماوو شورا سره په همغږۍ دې ولايت کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.

دا پروګرامونه چې يوه اونۍ به دوام وکړي، د درې تنو علمای کرامو له لوري به چې د ارشاد، حج او اوقافو رياست له لوري ګومارل شوي، په اسلام کې د نوروز د حراموالي، د ناوړه دودونو، د فطر صدقې، د قدر د شپې فضايل او په اخترونو کې د ناوړه دودونو په اړه به د ردا، تخارستان، دانش روز، ماه نو او ملي راډيو تلويزيون له لارې عامه پوهاوي ترسره شي.
 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري وايي: ددې ښوونيزو او تربيوي پروګرامونو له ترسره کولو يې موخه په ټولنه کې د هغو ناوړه دودونو چې د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې دي له منځه وړل،  او خلکو ته عامه پوهاوی ترسره کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار کې د سیکارام مشاعره په شانداره مراسمو سره ترسره شوه

شنبه ۱۸( د شوال المکرم ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او سپين غر ځوانانو ټولنې له لوري پچیراګام ولسوالۍ کې د سیکارام مشاعره جوړه شوې وه، چې پکې د یادې ولسوالۍ د زرګونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ثور اتمه ( د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ) ولمانځل شوه

شنبه (۱۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د ثور اتمه (د کمونستانو پروړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ)و لمانځل شوه،چې په غونډه کې  د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۱
Background image

زابل کې د کتاب لوستنې دود تر پخوا غښتلی شوی دی

شنبه (۱۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون مسؤلین وايي: د ځوانانو ترمنځ مطالعه او کتاب لوستنه زیاته شوې او له دې کتابتون څخه په ورځني ډول د. . .

BACK TO NEWS