د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
سبت, أبريل 18 2026 6:33 مساء
...

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په ملتیا د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، سیمیز موزیم، عامه کتابتون، تیاتر نوې ودانۍ، اختیارالدین کلا، د هریوا دارالفنون او ټاپې پروژې څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د دغې لیدنو پر مهال د تاریخي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د هېواد تاریخي آبدات زموږ د ملي هویت مهمه برخه جوړوي او موږ ژمن یو چې د دغو میراثونو د ساتنې، بیارغونې او راتلونکو نسلونو ته د پېژندنې لپاره عملي او دوامدارې هڅې ترسره کړو.

ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني د اړوندو مسؤلینو ترسره کړې کړنې وستایلې او د چارو د لا ښه والي، د کلتوري پروګرامونو پر پیاوړتیا او خلکو ته د لازیاتو خدماتو ترسره کولو باندې یې ټینګار وکړ. 

وزیر صاحب اړوندو مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کلتوري او ښوونیزو مرکزونو پراختیا کولای شي، د ځوان نسل د پوهاوي په لوړولو او د هغوی د تاریخ او کلتور سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

هرات کې د ټاپي پروژې د پرمختګ له بهیره د لیدنې پر وخت ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د ټاپي په څېر د ملي او سیمه‌ییزو لویو پروژو پلي کېدل د اقتصادي ثبات د ټینګښت، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور د کچې د لوړېدو لامل ګرځي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست، سیمیز موزیم، عامه کتابتون، تیاتر، اختیارالدین کلا، د هریوا دارالفنون او ټاپې پروژې مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې په کلتوري، هنري، اطلاعاتي او اقتصادي برخو کې پراخې هڅې روانې دي او ټول کارکوونکي په دوامداره توګه خلکو ته د ښه خدمتو وړاندې کولو په موخه هڅې کوي.

ښاغلي شیخ حقاني د انجیل ولسوالۍ د ده مهري په کلي کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د شهیدان شویو هېوادوالو د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 23 2026 2:37 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تواصل جولاتها الميدانية في الناحية الرابعة بكابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لمعينية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت جولة رقابية على اللوحات واللافتات الإعلانية في منطقة (بره كي). . .

اثنين, يونيو 22 2026 2:51 مساء
Background image

انعقادالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 يونيو 2026م عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، المولوي مهاجر فراهي.
وخلا. . .

اثنين, يونيو 22 2026 9:34 صباحا
Background image

تنظيم ندوة تدريبية لتعزيز ثقافة القراءة والمطالعة

نظّمت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع
رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، ندوة تدريبية ليوم واحد بهدف تعزيز ثقافة القراءة والمطالعة، وذلك في قاعة. . .

BACK TO NEWS