د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون

د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون د يوې ملي رسنۍ او علمي، ادبي او فرهنگي بنسټ په توګه د کار اوږده مخینه لري، چې اوس مهال د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکات کې کار کوي.
دا ملي رسنۍ چې په کور دننه د نورو رسنيو د مور حيثت لري په بېلابېلو نشراتي، علمي، فرهنګي ادبي او سياسي برخو کې د هېواد سيمې او نړۍ په کچه د خبر رسونې ترڅنګ هیوادوالو ته عامه پوهاوي ورکولو، د عامه افکارو رغولو، د ولس او حکومت ترمنځ د واټن له منځه وړلو، د اسلام مبارک دین ته تبليغ کولو، د هېواد اصیل فرهنگ او ادب ته کار کولو، د ديني، ملي او فرهنگي ارزښتنو د ساتلو دنده په غاړه لري، چې له بېلابېلو لاندې ذکر شویو ادرسونو څخه نشرات كوي.