د کلتور او هنر معینیت
دا معینیت د هېواد د اصیل اسلامي فرهنګ د ودې، د ملموسو او غیر ملموسو کلتوري آثارو ساتنې او ترمیم، د تاریخي آبداتو حفاظت او بیا رغونې، د لرغونو سيمو تثبیت، د لرغونو آثارو خونديتوب او قاچاق څخه د مخنیوي، د مطالعې فرهنګ وده، د آرشیفي اسنادو حفاظت او د هېواد د هنري چارو غنامندۍ په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي.