هرات کې د لوېدیځ زون د مخکښو رسنیزو کسانو درېیمه کلنۍ جشنواره ترسره شوه

wasim_admin
أحد, أبريل 19 2026 2:11 مساء
..

د (لوېدیځ زون د مخکښو رسنیزو کسانو) درېیمه کلنۍ جشنواره د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، سیمه‌ییزو مسئولینو، فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په شتون کې په دغه ولایت کې ترسره شوه.
دغه جشنواره د لوېدیځ زون د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمېټې له لوري د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یو همکار خیریه بنسټ په همکارۍ جوړه شوه.
د لوېدیځ زون د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمېټې رئیس وویل: د دې جشنوارې په درېیم پړاو کې رسنۍ او خبریالان په ۱۴ بېلابېلو برخو کې نوماند شوي وو او په پای کې غوره کسانو د ارزونې پلاوي د پرېکړو له مخې بېلابېلې جایزې ترلاسه کړې.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس په ټولنه کې د رسنیو مهم رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې خبریالانو ته د اطلاع رسونې او نورو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د غونډې ویناوالو د عامه افکارو په روښانولو کې د رسنیو رول حیاتي وباله او د داسې پروګرامونو جوړول یې د رسنیزو خپرونو د کیفیت لوړولو او د خبریالانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د رامنځته کولو لپاره مهم ګام یاد کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, يونيو 22 2026 2:51 مساء
Background image

انعقادالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 يونيو 2026م عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، المولوي مهاجر فراهي.
وخلا. . .

اثنين, يونيو 22 2026 9:34 صباحا
Background image

تنظيم ندوة تدريبية لتعزيز ثقافة القراءة والمطالعة

نظّمت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع
رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، ندوة تدريبية ليوم واحد بهدف تعزيز ثقافة القراءة والمطالعة، وذلك في قاعة. . .

أحد, يونيو 21 2026 12:07 مساء
Background image

قاعات المكتبة العامة تواصل استقبال روادها حتى العاشرة ليلًا

أعلن رئيس المكتبات العامة، الدكتور رفيع الله صميم، تمديد ساعات عمل قاعات المطالعة في المكتبات العامة حتى الساعة العاشرة ليلًا، بهدف توسيع نطاق الخدمات المقدمة للباحثين والطلاب ورواد. . .

BACK TO NEWS