د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

wasim_admin
سبت, مايو 16 2026 12:43 مساء
...

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار جوړ کړ.
مسوولینو د دې سیمینار موخه د سیاحتي، زیارتي، روغتیايي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو کارکوونکو د علمي ظرفیت لوړول، د خدمتونو د معیاري کولو په موخه د اصولو او معیارونو پېژندل، مراجعینو ته د خدمتونو د کیفیت ښه کول، د مدیریتي، ارتباطي او عملي مهارتونو پیاوړتیا او له قوانینو، مقرراتو او مسلکي اخلاقو سره بلدتیا یاده کړه.
په دې سیمینار کې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس، د سیاحتي، زیارتي، روغتیايي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو رئیسان، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر او استادانو، د سیاحتي شرکتونو استازو او د انسټیټیوټ زده کړیالانو ګډون کړی و.
د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا سیمینار د یادو شرکتونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د چارو د ښه والي لپاره جوړ شوی دی.
د ټوریزم او هوټلدارۍ اسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري د ګرځندوی د ارزښت او اهمیت، د انسټیټیوټ د موخو، په هېواد کې د سیاحت د فرهنګ د عامول او د انسټیټیوټ د مثبت اغېز په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سیاحت ته ځانګړې پاملرنه لري. همدارنګه یې د دغو شرکتونو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د برابر شویو فرصتونو څخه د خپلو چارو د ښه والي لپاره ګټه واخلي.
د زیارتي او حج او عمرې اتحادې رئیس محمد ګلاب سلطان‌زوی او د روغتیايي او سیاحتي اتحادیې رئیس قاري احمد سیر رحیمي په دې روزنیز سیمینار کې د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو پر معیاري کولو، د سیاحتي، روغتیايي او زیارتي خدمتونو پر ښه وړاندې کولو او د اتحادیو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
دوی د امنیت د ټینګښت، د خلکو د مېلمه‌پالنې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا د سیاحت ودې پاملرنې ته په اشارې سره وویل: تر اوسه زرګونه بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي او باید د هېواد ریښتینی او مثبت انځور نړۍ ته وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې درې ورځني سیمینار په ترڅ کې به د سیاحت او د هغه ډولونو، سیاحتي جاذبو، د اسلام له نظره سیاحت، د سیاحت اقتصادي اغېزو، بازارموندنې، بریښنایي سیاحت، سیاحتي خدمتونو او د کورنیو او بهرنیو سفرونو د طرحې د اصولو په اړه ګډونوالو ته هراړخیز معلومات وړاندې شي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 16 2026 12:46 مساء
Background image

انطلاق ندوة تدريبية لتطوير قدرات موظفي الشركات السياحية والحج والعمرة

 يوم السبت (29 ذو القعدة 1447هـ)، أقام معهدُ السياحة والفندقة التابع لرئاسة البحث والتطوير السياحي، في إطار وكالة شؤون السياحة والمالية والإدارة بوزارة الإعلام والثقافة، ندوةً تدريبيةً. . .

سبت, مايو 16 2026 10:53 صباحا
Background image

نائب الوزير لشؤون السياحة والمالية والإدارة يزور ولايتي فارياب وجوزجان

قام نائب الوزير لشؤون السياحة والمالية والإدارة في وزارة الإعلام والثقافة، مولوي قدرت الله جمال، على رأس وفدٍ، بزيارتين إلى ولايتي فارياب وجوزجان.
وخلال زيارته إلى ولاية فارياب، التقى. . .

سبت, مايو 16 2026 9:23 صباحا
Background image

انطلاق المشاعرة السنوية التقليدية «نهر هلمند» في لشكرگاه

نظّمت رئاسةُ الإعلام والثقافة في ولاية هلمند المشاعرةَ السنويةَ التقليدية «نهر هلمند» في مركز مدينة لشكرگاه، بحضورٍ رسمي وثقافي واسع.
وشهدت المشاعرة حضورَ والي هلمند مولوي أمان الدين. . .

BACK TO NEWS