د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د امیرالمومنین (حفظه الله) اختریز پیغامونه وویشل شول او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د اختریزو خپرونو د جوړولو په اړه ناستې وشوې

wasim_admin
اثنين, مايو 25 2026 9:53 صباحا
.

‏د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د عالیقدرامیرالمومنین (حفظه الله) زرګونه ټوکه اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې.
د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) په اختریز پیغام کې ټول مسلمه امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد د ابادۍ، شریعت پلي کول، مسلمانانو ترمنځ د یووالې ټینګښت، امنیت، د شریعت د اصولو پر بنسټ له نړۍ، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو لرلو او همدا راز پر بېلابېلو نورو اسلامي، سياسي او ټولنیزو موضوعاتو بحث شوی دی.
دغه راز په اختریز پیغام کې عالیقدرامیرالمؤمنین(حفظه الله)‏ د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه غوښتنه کړې ده، چې په خپل مسئولیت کې د ﷲ (جل جلاله) اوامرو او نواهیو ته پوره توجه وکړي، د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نه کړي، په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتي، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، الله تعالی ذلیله او له ماتې سره مخ کړي دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په اړه هم ناستې وشوې، چې د یادو ناستو په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالاتو ته د غوره اختریزو برنامو جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د تېر په څېر ځانګړې او له پوهاوي څخه ډکې خپرونې جوړې کړي.
‏د مسؤلینو په وینا د اختريزو ځانګړو خپرونو پر مهال دې رسنۍ د تل په څېر له داسې څه نشرولو ډډه وکړي، چې ټولنه د‌ منکراتو لور ته سوق کوي. مسؤلینو له رسنیو او خبریالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ناسمو دودونو اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په ځانګړې توګه د حج او عمرې اړوند د ناسمو دودونو، د مخنیوي په اړه د پوهاوي اړوند خپرونې چمتو او نشر کړي، ترڅو په ټولنه کې د اسلامي شریعت خلاف دودونو مخه ونیول شي.
‏د ناستو په لړ کې د رسنيو مسؤلینو او خبريالانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو له مسؤلينو څخه د دوامدارو همکاریو په موخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د تل په څېر به د عامه اذهانو او افکارو په روښانولو کې رغنده رول ولوبوي، د عالیقدرامیرالمؤمنين (حفظه الله) د فرامینو په اړه به غوره او د عامه پوهاوي خپرونې چمتو کړي او هېوادوالو او نړیوالو ته به د روانو پرمختګونو او شته فرصتونو انځور په ښه ډول ورسوي.

‏۱۴۴۷/۱۲/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

اثنين, سبتمبر 07 2026 3:03 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عُقد يوم الاثنين، 24 ربيع الأول 1448هـ، عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر السيد مهاجر فراهي،. . .

أحد, سبتمبر 06 2026 9:07 صباحا
Background image

نائب وزير الثقافة والفنون يلتقي المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه

التقى نائب وزير الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، اليوم، المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه لشؤون أفغانستان، السيدة ليان، والوفد المرافق لها.
وحضر اللقاء رئيس. . .

سبت, سبتمبر 05 2026 4:12 مساء
Background image

فارياب تُنظّم مسابقة حول المرسوم رقم (17) للحد من العادات السيئة

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية فارياب، بالتنسيق مع مؤسسة البرز العلمية والثقافية، مسابقة حول كتيّب المرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير المؤمنين، حفظه الله ورعاه، بشأن الحد من. . .

BACK TO NEWS