د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په سیاحتي سیمو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د پراختیا او څېړنې ریاست اړوند استازو سره په لیدنه کې د یاد ولایت په سیاحتي او تاریخي سیمو کې د ګرځندویانو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ښاغلي صابري وویل: خوست چې د هېواد په سوېل ختیځ زون کې پروت ولایت دی، ګڼې طبیعي، سیاحتي او تاریخي سیمې لري، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پاملرنې وړ دي. د نوموړي په وینا، که په دغو سیمو کې معلوماتي لوحو، ارام ځایونو او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، نو د ګرځندوی سکتور د ودې ترڅنګ به د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم ورسره ښه شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د پراختیا او څېیړنې ریاست استازو وویل: خوست ته د دوی د سفر موخه ددغه ولایت له شته سیاحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنه، د هغو ارزونه او همدارنګه د نویو سیمو ثبت او تثبیت دی چې د ګرځندوی له پلوه ارزښت لري، دوی زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي د هېواد په کچه د سیاحتي او تاریخي سیمو د ساتنې، ثبت او پراختیا لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او د هر ولایت د اړتیاوو له مخې به د اړوندو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
۱۴۴۸/۱/۲۵ هـ ق
