بلخ کې لسګونه تنه ځوانان د فریلانسینګ له پروګرام څخه فارغ شول
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري او د اسلاميک ريلف دفتر په تخنيکي همکاري د فریلانسینګ له درې میاشتني پروګرام څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ځوانان د یوې ټولنې د پرمختګ، اقتصادي ودې او ابادۍ په برخه کې مهم او رغنده رول لري او د هېواد راتلونکی د ځوان نسل له وړتیاوو او هڅو سره تړاو لري. ښاغلي ضرار له ځوانانو څخه وغوښتل چې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د ټکنالوژۍ او عصري مهارتونو د زدهکړې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر وویل: په دغه درې میاشتني پروګرام کې ۵۰ تنو ځوانانو د فریلانسینګ په برخه کې زدهکړې ترلاسه کړي دي او د فراغت په مراسیمو کې هر فارغ زده کوونکي ته یو لپټاپ کمپیوټر ډالۍ شو.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو د دغه ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او ویې ویل: هڅې کوي، چې له ترلاسه کړیو زدهکړو او مسلکي مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې د خپل هېواد د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.
۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق
