د آزادۍ ورځو( د زمري ۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت ولسي مشاعرې ترسره شوه

wasim_admin
أربعاء, أغسطس 19 2026 10:39 صباحا
..

سه‌شنبه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۴مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ترنم او ترانو ریاست له لوري د هېواد د آزادۍ ورځو (د زمري۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت په غازي لوبغالي کې ستره ولسي مشاعره ترسره شوه.

مسوولینو د دغې مشاعرې د جوړېدو موخه د آزادۍ د ورځې درناوی او نمانځنه، د دیني او ملي ارزښتونو ساتنه، د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د روحیې پیاوړتیا او د شعر او ادب د فرهنګ وده وبلله. مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه پروګرام د شاعرانو او د شعر او ادب د مینه‌والو لپاره د هېواد د آزادۍ او فرهنګي ارزښتونو په اړه د خپلو احساساتو او لیدلورو د څرګندولو زمینه برابروي.

په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیسانو، شاعرانو، ترانه‌ او نعت‌ ویونکو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو، د شعر او ادب مینه‌والو او زرګونو کسانو ګډون کړی و.

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په دې مشاعره کې وویل: د هېواد آزادي په سوال او غلامۍ نه ده ترلاسه شوې، بلکې د افغانانو د قربانیو، سرښندنو او ټینګ هوډ په پایله کې ترلاسه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په بریا سره د خلکو دین، ځان، مال او عزت خوندي شوي دي.

د ښاغلي طیبي په وینا؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او خلک په ډاډه زړه او بشپړ اطمینان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي. نوموړي له ګډونوالو او د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د اسلامي نظام لاسته‌راوړنې په غوره او مناسب توګه رسنیزې کړي او همدارنګه د فرهنګ او هنر معین د خلکو پر یووالي او همغږۍ او د امیر پر اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې مشاعره کې بېلابېل خوږ ژبو شاعرانو ترانه او نعت ویونکو خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلي وشو.

۱۴۴۸/۳/۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

أربعاء, أغسطس 19 2026 6:34 مساء
Background image

هرات تحتفي بالذكرى الـ١٠٧ لاستقلال أفغانستان

احتفت ولاية هرات بالذكرى الـ١٠٧ لاستقلال أفغانستان، في مراسم خاصة نظمها مكتب الإعلام والثقافة بالولاية، بحضور رئيس الإعلام والثقافة في هرات، مولوي عتيق الله عزيزي، وعدد من المجاهدين. . .

أربعاء, أغسطس 19 2026 10:43 صباحا
Background image

إقامة أمسية شعرية شعبية كبرى في كابل بمناسبة يومي الاستقلال الوطني

الثلاثاء (4 ربيع الأول 1448هـ)، أقامت رئاسة الترانيم والأناشيد التابعة لمعاونية الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، أمسية شعرية شعبية كبرى في ملعب غازي بالعاصمة كابل، بمناسبة يومي. . .

ثلاثاء, أغسطس 18 2026 2:13 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تقيّم وتراقب اللوحات في الناحية الخامسة بمدينة كابل

نفذت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، في إطار مواصلة أنشطتها الميدانية، جولة لتقييم ومراقبة اللوحات واللافتات الإعلانية في منطقة. . .

BACK TO NEWS