غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو.
په دې سیمینار کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د رسنیزي پوهي په اړه خبرې وکړې او د ریښتینو خبرونو له درواغو او جعلي خبرونو څخه د تفکیک د څرنګوالي په اړه یې معلومات هم وړاندې کړل.
ښاغلي نثار د ښوونځیو د فرهنګي کمیټو له غړو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو په فکري اصلاح او د فرهنګي یرغل د مخنیوي په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همغږي او همکار پاته شې.
په دغه سیمینار کې نورو ویناوالو هم د سالم فکر او عقیدي په ساتنه، فکري جګړې، په ټولنه کې د ځوانانو د مسؤلیتونو او د ټولنیزو نزاکتونو په اړه علمي څرګندونې وکړې.
ورته مهال د ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو د دغه سیمینار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ورته نورو پروګرامونو د جوړېدلو غوښتونکي شول.
۱۴۴۸/۳/۸ هـ ق
