( د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې په دغه سیمینار کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي، د بلخ ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو، دیني علماوو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار ځوانان د یوې ټولنې ارزښتمنه پانګه وبلل او ویې ویل: که ځوانان خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ادا کړي، کولای شي د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزمن رول ترسره کړي.
ښاغلي ضرار زیاته کړه، ځوانان باید له خپل اصیل فرهنګ، تاریخ او ارزښتونو سره بشپړه بلدتیا ولري؛ ځکه د خپل تاریخ او فرهنګ له پېژندنې پرته د هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمن کار ستونزمن دی. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې له اختلافاتو او نفاق څخه ډډه وکړي او یووالی وساتي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي اسلام او ایمان د انسان لپاره ستر نعمتونه وبلل او ویې ویل: مسلمان ځوانان باید د اسلامي اصولو له مخې صبر، استقامت او مسؤولیت پالنه خپله کړي او د خپل هېواد او ولس د پرمختګ لپاره په پوره توان هڅې وکړي. ښاغلي هاشمي له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل مسؤولیتونه وپېژني، د اسلامي نظام په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي، د هېواد او نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د اسلامي نظام د استحکام، د علم او زدهکړو د ارزښت، د یووالي پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان باید تر هر څه وړاندې له خپل نفس سره مبارزه وکړي؛ ځکه د فردي اصلاح او سالم فکر له پیاوړتیا پرته د ټولنې پرمختګ ستونزمن دی. نوموړي زیاته ځوانان چې علم او پوهه ولري، د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه اخیستلای شي، ځکه د علم په ګاڼه سمبال ځوان د دښمنانو په منفي تبلیغاتو نه غولېږي، د خپل دین او هېواد له ګټو او ارزښتونو سره بلدتیا لري او د ساتنې لپاره مسؤولانه هڅې کوي.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې باید له خپلو وړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې د ټولنې د پرمختګ، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق
