د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځله

moic_admin
أربعاء, أغسطس 07 2019 11:18 صباحا
د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانحله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې د  ښځو د ملاتړ آمريت د عامې روغتيا وزارت د مور په شېدو د تغذيې ادارې په همکارۍ د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملي نګارستان کې جوړه شوه؛ د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د طبي وقايې او کنټرول لوى رييس ډاکتر بشيراحمد حميد وويل: د مور په شېدو تغذيه يو طبيعي بهير دى او د مور شېدې الهي سوغات دى چې خداى (ج) مور ته ورکړى دى.
هغه زياته کړه چې د پوهانو څېړنو ښودلې ده چې د ژوند په لومړي يو ساعت کې که چېرې ماشوم د مور په شېدو تغذيه شي؛ د ماشومانو د مړينې کچه ٢٢ سلنه کمښت مومي او که په لومړيو شپږو مياشتوکې ماشومان د مور په شېدو تغذيه شي؛ په مړينه کې١٣سلنه کمښت راځي.
ډاکتر حميد زياته کړه: د عامې روغتيا د وزارت يو مهم کار وقايه ده چې يو له دې وقايې څخه د مور په شېدو تغديه ده. هغه ماشوم چې د مور په شېدو تغذيه شي؛ د نورو ماشومانو په پرتله چې په مصنوعي شېدو تغذيه کېږي، د زړه، وينې فشار او په نورو ناروغيو نه اخته کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پر خپرونو د څارنې رييس سيد جعفرراستين، په هېوادکې د مور په شېدو د تغذيې د ارزښت په اړوند د خلکو د پوهاوي د ټيټې کچې په اړه وويل: زيات عوامل شته چې ميندې خپل ماشومان په خپلو شېدو نه تغديه کوي.
هغه وويل چې ټولنيز، فرهنګي او ناوړه عنعنات او دودونه د مور په شېدو د ماشومانو پر تغديې بد اغېز لري او بايد د هغو په وړاندې ودريږو او په لومړي ګام کې د مور په شېدو د ماشومانو د تغذيې په برخه کې خپله پوهه او پوهاوي لوړ کړو.
د عامې روغتيا وزارت د تغذيې برخې رييسې ډاکترې مرسل مناتي د موضوع په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: د مور په شېدو تغديه د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده  او د اسلام مبين دين هم د مور په شېدو د ماشومانو د تغذيې په برخه کې زيات ټينګار کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت وويل: د مورشېدې ماشوم لپاره يو الهي نعمت دى، ځکه د خوراکي ټولې اړتياوې د مور په شېدو کې نعښتې دي.
هغې وويل: د مورشېدې له ماشوم څخه د هرډول ناروغيو په وړاندې ملاتړ کوي او موږ بايد ټولو کورنيو ته په هرې ممکنې لارې چې وي؛ د مور شېدو د ګټو په باب پوهاوى ورکړو او بايد د ماشوم له زيږون وروسته له ټولو شېدې ورکوونکو ميندو سره د کورنيو له خوا مرسته او همکاري وشي او تر دوو کلونو پورې شېدې ورکوونکې ميندې بايد له ښو خوړو او ميوو څخه زياته استفاده وکړي.
محبوبې سعادت وويل: په ديني زده کړو کې د مور د شېدو په اړوند هم مهم ټکي مطرح شوي دي چې هم د خداى تعالى رضايت او هم د ماشوم د مور مصلحت به پکې وي او هيله کېږي چې د ماشومانو د مړينې مخه ونيول شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, سبتمبر 29 2026 2:50 مساء
Background image

اجتماع تشاوري للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية

عقدت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية اجتماعاً تشاورياً برئاسة مهاجر فراهي، نائب الوزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، وبحضور أعضاء اللجنة.
وفي مستهل الاجتماع، قدّم أمين. . .

ثلاثاء, سبتمبر 29 2026 8:36 صباحا
Background image

توقيع اتفاقيات تعاون بين رئاسة شؤون الشباب وعدد من الجامعات والمراكز التعليمية الخاصة

الاثنين (15 ربيع الثاني 1448) – أقامت رئاسة شؤون الشباب التابعة للرئاسة العامة لحفظ الآثار الجهادية بوزارة الإعلام والثقافة، مراسم لتكريم الجامعات الخاصة المتعاونة معها، وتوقيع اتفاقيات. . .

اثنين, سبتمبر 28 2026 3:02 مساء
Background image

عقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين (15 ربيع الآخر 1448هـ)، عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة، اجتماعها الدوري بحضور أعضاء اللجنة.
وناقش الاجتماع عدداً من الكتب، حيث اتُّخذت القرارات اللازمة بشأن. . .

BACK TO NEWS