پوهنيارې مصطُفوي: سينما د يوې ټولنې د فرهنګ او ارزښتونو د پېژندنې هنداره ده

مجهول (لم يتم التحقق)
أربعاء, يناير 01 2020 8:58 صباحا
seem more


د اجرائيه رياست د فرهنګ او هنر د همغږۍ واحد د سيمنا نړيواله ورځ په کابل کې ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په همدې مناسبت د يوشمېر دولتي مسوولينو، د هېواد د سينما د هنرمندانو، ممثلانو او د فرهنګي شخصيتونو په شتون پرون د ښځو چارو وزارت په تالارکې يوه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د اجرائيه رياست د فرهنګ او هنر د همغږۍ واحد رييس فقيراحمد ميوند د سينما د نړيوالې ورځې له امله د هېواد د سينما هنرمندانو او خلکو ته مبارکي وويله او په هېواد کې د سينما د لرغونتيا په اړه يې معلومات ورکړل.
هغه د فلمونو او د هېواد د سينما د هنرمندانو په تېره بيا د سابقه لرونکو هنرمندانو قدرداني وکړه او سينما او فرهنګي کارونو ته پاملرنه يې مهم کار وباله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې سينما ته خاصه پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي هم په خپلو خبروکې څرګنده کړه چې سينما د يوې ټولنې د فرهنګ او ارزښتونو د پېژندنې يوه هنداره ده او سينما په حقيقت کې د پوهې د توليد او وېش وسيله ګڼل کېږي.
هغې زياته کړه: د سينمايي مستند توليدات، د يوې ټولنې د فرهنګ، تاريخي آبداتو، مذهبي اماکنو، د ګرځندوى ساحو، د ودونو او عنعناتو د پېژندنې يوه وسيله ده.
پوهنيارې مصطفوي وويل چې په افغانستان کې د فلم ښودلو لومړنى پروجکټور په ١٩١٤م کال کې د سوغات په ډول شاه حبيب الله خان ته ورکړ شو او وروسته شاه امان الله خان  په ١٩٢٨ کال کې د اروپا له سفر څخه په راستنېدوکې د فلم ښودلو دويم پروجکټور هېواد ته راوړ.
هغې زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره د کابل په پغمان کې فلم وښودل شو او په هېواد کې لومړۍ سينما د بهزاد سينما وه چې وروسته په ټوليزه توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فلم ښودلو ١١٧ سالونونه  يا سينماګانې جوړې شوې او زياتره دغه سينماګانې د جګړو په بهيرکې له منځه لاړې.
مصطفوي ټينګار وکړ چې د ټولنې د فرهنګي هويت د ساتنې لپاره يوه اغېزمنه لاره دا ده چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم د فلم توليد ولرو چې په هېواد کې د مبتذلو او پرديو فرهنګونو له يرغل سره مخ نه شو.
د ښځو چارو وزارت معينې نبيلې مصلح هم د ښځو د ژوندانه د حالت په ښه والي کې د سينما د رول په اړوند خبرې وکړې.
هغې وويل: په نړۍ کې سينما له نن څخه کابو ١٢٥ کاله مخکې په ١٨٩٥ کال کې   جوړه شوه او په فرانسه کې د لومير ورونو د سينماتوګرافۍ لومړنۍ دستګاه جوړه کړه  او خوځنده انځورونه يې نندارې ته وړاندې کړل.
هغې څرګنده کړه: اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې د سينما هنرمندانو او د سينما هنر ته پاملرنه وشي او د هغې د ودې لپاره ګام واخيستل شي.
په غونډه کې د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په هېواد کې د سينما حالت وڅېړه او ويې ويل چې په تېرو ١٨ کلونوکې د هېواد سينما لکه څنګه چې بايد له اعتبار څخه برخمنه واى، نه ده. هغې د يوشمېر سابقه لرونکو سينماګرانو او فلم جوړوونکو او دغه راز د سينما د نوي نسل يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د سينما کار بايد کاذب نه وي، بلکې باوري وي او دا کار د پوهې، استعداد، د کار د تجربې، توليد، خلاقيت، ددې هېواد له تېرو کسانو څخه د روايت، د هېواد د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو پربنسټ تکيه ولري.
کريمي وويل چې افغان فلم د باوري سينما ملاتړى دى او موخه يې فرهنګ جوړول دي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي رييس پوهنمل سيمع الله نبي پور هم په خبروکې په افغانستان کې د سينما د سابقې او د دې برخې د لوړو او ژورو په اړه  معلومات ورکړل.
هغه د سينمار د ودې په برخه کې د حکومت او د اړوندو بنسټونو پر پاملرنې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سينما د ودې لپاره بايد زمينه برابره شي اوپه هېواد کې دغه هنر سمون ومومي.
د غونډې په پاى کې مسوولينو د هېواد يوشمېر سينماګرانو ته د ګلانو ګېډۍ ډالۍ کړې.
کابل/دمرغومي۱۰مه/باختر

تازه ترین اخبار

خميس, نوفمبر 26 2026 10:25 صباحا
Background image

توزيع مواد توعوية مطبوعة حول المرسوم رقم (١٧) في ولاية ميدان وردك

وزّعت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية ميدان وردك، خلال تجمع شعبي واسع أُقيم في مركز الولاية بمدينة ميدان شهر، عشرات الكتيبات التوعوية واللافتات والملصقات وغيرها من المواد المطبوعة، التي. . .

خميس, نوفمبر 26 2026 10:22 صباحا
Background image

تنظيم لقاء توعوي في مديرية شاجوي حول مضامين المرسوم رقم (١٧)

عقد مسؤولو رئاسة الإعلام والثقافة بولاية زابل لقاءً توعوياً مشتركاً في مديرية شاجوي، بمشاركة مسؤولي المديرية، والعلماء، والوجهاء، ومئات من سكان المنطقة، وذلك في إطار الجهود الرامية إلى. . .

خميس, نوفمبر 26 2026 10:20 صباحا
Background image

تنظيم ورشة تدريبية لمدة يومين لمسؤولي المكتبات العامة في الأقضية والنواحي

نظّمت وزارة الإعلام والثقافة، ممثّلةً برئاسة المكتبات العامة التابعة لوكالة الثقافة والفنون، وبالتعاون مع مؤسسة شانتي (SVA)، ورشة تدريبية لمدة يومين حول دليل المكتبات، استهدفت عشرات. . .

BACK TO NEWS