جمهوررئیس محمد اشرف غني د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارله

مجهول (لم يتم التحقق)
أحد, يوليو 19 2020 8:57 صباحا
جمهوررئیس محمد اشرف غني د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازيګر د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعې د سپارلو په مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوري رياست ويندوي دفتر معلوماتو له مخې؛
په دغومراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر  له خواجه میرزامحمد څخه مننه وکړه چې د خپل ژور ملي، تاریخي او فرهنګي احساس له مخې یې دغه تاریخي اثار ملي ارشیف ته وسپارل او همدارنګه یې د ټولو هغو اشخاصو او ادارو قدرداني وکړه چې په دې اړه د جمهوررئیس د لارښوونې په اجرا کې یې هلې ځلې وکړې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وویل، د هیواد په بېلابېلو برخو کې له ژمنو او وطن ته وفادارو خلکو سره قلمي نسخې او تاریخي فرهنګي اثار ساتل کېږي او موږ په داسې طرحه کار کوو چې د یو میکانیزم له مخې عمومي بلنه ترتیب او پر اساس به یې دا ارزښتناک اثار له افرادو څخه ملي ارشیف او د ارګ ارشیف ته انتقال کړو.

نوموړي وویل، د تاریخ په اوږدو کې ملي موزیم او ملي ارشیف د حوادثو له اغېزو او لاسوهنو خوندي نه وو او زه هیله مند یم چې ستاسو د فرهنګي پالیسۍ په اساس به هم ملي ارشیف او هم ملي موزیم له حوادثو او لاسوهنو خوندي شي.

ورپسې غلام محی الدین صدیقي د یادو تاریخي اسناد د موندنې او د هغو د قاچاق د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل وې ویل، خوښ یم د غور د پخوانۍ زمانې تاریخي اسناد چې د ټول افغانستان اړوند دي، ملي ارشیف ته سپارم.

د ملي ارشیف رئیس محمد افسر رهبین په خپلو خبرو کې وویل، د تاریخي اسنادو مجموعه چې د غوریانو دورې د فرهنګ او تمدن یوه ګوښه رانغاړي، له څو کالو راهیسې یې په غور ولایت کې زموږ وطنپال هیوادوال خواجه میرزامحمد ساتنه کوله. 

هغه زیاته کړه، د غور اسنادو مجموعه د تاریخ په یوه مهمه او مشخصه مقطع کې زموږ د خلکو ټولنیز، سیاسي او فرهنګي روابط او مناسبات انعکاس کوي او ځانګړی تاریخي ارزښت لري.

رهبین وویل، دا اسناد فقهي مسایل، د زمیندارۍ چارې، د مالیو راټولول، رسمي او خصوصي لیکونه او د غوریانو دورې اړوند نور موضوعات رانغاړي او د دې اسنادو مجموعه په امانت ډول د ملي ارشیف مخزن ته سپارل کېږي.

د ملي ارشیف رئیس څرګنده کړه، د ملي ارشیف ریاست په داسې حال کې چې د غور د اسنادو مجموعې ته لاسرسی د هیواد د تاریخي اسنادو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بولي، غواړي چې د ملي ارشیف د لا بډاینې لپاره کافي بودجه تخصیص شي، چې د عمومي بلنې له لارې ارشیفي اثار راټول او د قاچاق مخنیوی یې وشي.

جمهوررئیس غني له خواجه میرزامحمد څخه د غوریانو دورې تاریخي اسنادو مجموعې له تسلیمولو او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ته د هغو له سپارلو وروسته وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ یوه علمي او تاریخي خزانه د افغانستان ملي ارشیف ته سپارل کېږي چې اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د څېړنو، تعبیر او تفسیر لویه منبع ده او ابعاد یې دومره پراخه دي چې د اسلام د مبین دین او د ادیانو د مقایسوي تاریخ ډېر اړخونه به ورسره روښانه شي.

جمهوررئیس وویل، غواړم له خواجه میرزامحمدڅخه د زړه له کومې مننه وکړم ، ځکه د دوی له پاملرنې پرته دا مهم اسناد د له منځه تلوخطر سره مخ وو. ملت، دین او تاریخ ته ستاسو تعهد د قدردانۍ وړ دی. هغه زیاته کړه، دا اسناد به د ټولو په خدمت کې وي او ضرور ده چې ټول ډیجیټل شي او په اساسي توګه د نړۍ د ټولو مورخینو په اختیار کې قرار ولري.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د غور تاریخ په دې وروستیو کې د مقایسوي تاریخ له پلوه ډېره پاملرنه وراړولې او ضرور ده چې دا او هلته پیدا شوي نور اسناد د غزنویانو او غوریانو دورو ابعاد روښانه کړي .

جمهوررئیس غني د ملي ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې عمومي بلنه ترتیب او مشخص میکانیزم پیشنهاد کړي چې یو فصل د دوی په بودجه کې ځای شي. همدارنګه یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د تاریخي اسنادو د اخیستلو لپاره د ملي ارشیف او د ارګ د ارشیف په بودجه کې یو خاص باب برابر شي.

جمهوررئیس وویل، زموږ د استادانو او محصلینو د لاسرسي لپاره باید د دې اسنادو یوه برېښنایي کاپي موجوده وي او زه باور لرم چې دا به ژر په نړیوالو ژبو هم ترجمه شي، ځکه ډېر نادر دي او د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د عباسي او غزنوي دورې نهایت کم اسناد موجود دي. 
کابل/ د چنګاښ ۲۸مه/ باختر

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, سبتمبر 29 2026 2:50 مساء
Background image

اجتماع تشاوري للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية

عقدت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية اجتماعاً تشاورياً برئاسة مهاجر فراهي، نائب الوزير لشؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، وبحضور أعضاء اللجنة.
وفي مستهل الاجتماع، قدّم أمين. . .

ثلاثاء, سبتمبر 29 2026 8:36 صباحا
Background image

توقيع اتفاقيات تعاون بين رئاسة شؤون الشباب وعدد من الجامعات والمراكز التعليمية الخاصة

الاثنين (15 ربيع الثاني 1448) – أقامت رئاسة شؤون الشباب التابعة للرئاسة العامة لحفظ الآثار الجهادية بوزارة الإعلام والثقافة، مراسم لتكريم الجامعات الخاصة المتعاونة معها، وتوقيع اتفاقيات. . .

اثنين, سبتمبر 28 2026 3:02 مساء
Background image

عقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين (15 ربيع الآخر 1448هـ)، عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة، اجتماعها الدوري بحضور أعضاء اللجنة.
وناقش الاجتماع عدداً من الكتب، حيث اتُّخذت القرارات اللازمة بشأن. . .

BACK TO NEWS