محمدطاهرزهیر: د افغانستان د معلوماتي ټولګې خپرول یو وېب سایټ ته اړتیا لري

مجهول (لم يتم التحقق)
خميس, سبتمبر 10 2020 9:41 صباحا
محمدطاهرزهیر: د افغانستان د معلوماتي ټولګې خپرول یو وېب سایټ ته اړتیا لري

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند وزیر محمد طاهر زهیر د افغانستان د معلوماتي ټولګې په اړه د جمهوري ریاست د سپارښتنې د تعقیب په موخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له تخنیکي معین احمدمسعود لطیف رای سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس عبدالمقیم افغان او د دغه وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ آمر هم په کې ګډون لاره، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهر زهیر وویل: د جمهوري ریاست په لارښوونه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت تر نظرلاندې او د نورو وزارتونو او ادارو د صلاحیت لرونکو استازیو په غړیتوب یوې کمېټې ته دنده سپارل  شوېده چې د افغانستان په اړه رسمي معلومات راټول کړي، بیا هغه توحید او خپاره کړي.

همدارنګه کله چې د افغانستان رسمي معلومات بشپړشي، نو موظفه کمېټه به هغه جمهوررییس ته وړاندې کړي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه چې د هېواد د جمهوررییس له لارښوونې سره سم باید د معلوماتو دا ټولګه د هېواد په کچه برابره شي او دا معلومات باید د افغانستان یوه بشپړه هنداره وي. ده زیاته کړه چې دا معلومات باید بېلابېلې برخي لکه فرهنگ، ټولنه، تاریخ، جاذبې، د  خلکو دودونه او رواجونه او ټول هغه څه چې زموږ د خلکو او هېواد د ملي هویت ښکارندویي کوي، راونغاړي.

محمد طاهرزهیر وویل چې د افغانستان د معلوماتو ټولګې خپرول د یو وېب سایټ جوړولو ته اړتیالري چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت به په دې برخه کې له اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تخنیکي معین احمدمسعودلطیف رای په خپلو خبرو کې د احصائیې له ریاست سره په همغږۍ کې د افغانستان د معلوماتو ټولګې د خپرولو لپاره د وېب سایټ په جوړولو کې د خپل وزارت د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د ناستې ګډونوالو د ښومعلوماتو د راټولولو او چمتوکولو په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه مطرح کړل.
کابل/ د وږي ۱۸مه/ باختر

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 25 2026 11:12 صباحا
Background image

نائب وزير الإعلام والثقافة يبحث مع اليونيسف تعزيز التعاون الثقافي والفني للأطفال والشباب

التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، في مكتبه بمسؤولي منظمة الأمم المتحدة للطفولة (يونيسف)، حيث بحث الجانبان سبل توسيع التعاون المشترك لتنمية. . .

خميس, يونيو 25 2026 10:37 صباحا
Background image

رئيس المكتبات العامة يؤكد أهمية دور الناشرين في ترسيخ ثقافة القراءة

أكد رئيس المكتبات العامة بوزارة الإعلام والثقافة، الدكتور رفيع الله صميم، أن دور ناشري الكتب وتعاونهم يُعدّ ركيزة أساسية في تعزيز ثقافة المطالعة والقراءة وتوسيع نطاقها في المجتمع.
جاء. . .

أربعاء, يونيو 24 2026 3:27 مساء
Background image

اجتماع تشاوري للتحضير للاحتفاء بيوم ٢٤ أسد (يوم الفتح)

عُقد اجتماع تشاوري للجنة المكلّفة بالتحضير للاحتفاء بيوم ٢٤ أسد (يوم الفتح)، برئاسة نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، وبمشاركة ممثلين عن عدد من. . .

BACK TO NEWS