لوګر کې د شاوخوا ۴ زره تنو زده کوونکو ترمنځ د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستايل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸
.....

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست، الکوثر فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په ګډو همکاریو د شاوخوا ۴ زره تنو زده کوونکو او ځوانانو ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغيزې) په نوم سیالۍ ترسره شوې وه، چې۴۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستايل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري له یادې سیالۍ څخه موخه د زده کوونکو او ځوانانو ظرفيت لوړول، د ځوانانو علمي هڅونه او د مطالعې کلتور پیاوړتیا یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ورته سیالیو لړۍ به جاري وساتل شي.
دغه راز د لوګر پوهنتون رئیس مفتي ضیا احمد صارم او د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مرستیال وویل: ټولو مکلف یو، چې د رسول (ص) په سیرت او سورت ځانونه برابر کړو، دوی ځوانانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې پرتاسو د بیت المال لګښت کيږي، نو هڅه وکړئ، چې له شته فرصتونو څخه د خپل علم ظرفیت لوړولو په برخه کې ګټه واخلئ.
د يادونې وړ ده، چې په دغه سیالۍ کې د پل علم ښار اړوند او ولسوالیو شاوخوا ۴ زره تنه زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو، چې  لومړی مقام ګټونکي ته یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل، دریم مقام ګټونکي ته یو سیټ مبایل او پاتې نورو ګډونوالو ته بېلابېل ډالۍ ووېشل شوې.

۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۰
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۶ محرم الحرام ۱۴۴۸) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی تگاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۹۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی تگاب این ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۱۳
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه جهت ترویج فرهنگ مطالعه و کتاب‌خوانی

ریاست کتاب‌خانه‌های عامهٔ وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا سیمینار آموزشی یک روزهٔ جهت ترویج فرهنگ مطالعه و کتاب‌خوانی در تالار ریاست اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS