د ځوانانو معینیت
د ځوانانو چارو معینیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د اسلامي ارزښتونو او د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ د هېواد د ځوانانو د ملاتړ، اصلاح، د مهارتونو د روزنې او پراختیا لپاره فعالیت کوي. دا معینیت په لاندې اساسي برخو کې کار کوي: د سالمو افکارو ترویج او د انحرافاتو مخنیوی، د ځوانانو احصائیه او تحقیقات، د پالیسیو او پروګرامونو طرح او انسجام، د فعالیتونو څارنه او ارزونه، د تعلیمي او مهارتي پروګرامونو له لارې ظرفیت لوړونه، د فني زده کړو او کاري فرصتونو برابرول، د ځوانانو د ابتکاري طرحو ملاتړ، د رضاکارانه مشارکت پراختیا، د معينيت د اصلاح مرکزونو مدیریت او د اسلامي ارزښتونو ساتنه او ترویج.
د معینیت مأموریت د ځوانانو د هوساینې، سالم شخصیت جوړونې او د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره د معیاري پروګرامونو طرح او تطبیق دی، او لیدلوری یې د داسې متعهد او وړ ځوان نسل روزل دي چې د هېواد په ابادۍ او اصلاح کې خپل مثبت رول ولوبوي.