زده کړیالانو ته د علمي څېړنو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د دې هوکړې لیک له مخې به زده کړیالانو ته د علمي څېړنو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د دغه هوکړه لیک موخه زده کړیالانو ته د مطالعې په برخو کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول، د کتابتونونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو په برخو کې اسانتیاوې برابرول او د مطالعې کلتور پیاوړي کول دي.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د علمي څېړنو په برخو کې د اسانتیاو برابرولو او همدارنګه په هېواد کې د مطالعې کلتور پیاوړي کولو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د دغه هوکړه لیک له مخې به زده کړیالانو او زده کوونکو ته د علمي څېړنو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
یاد دوه اړخیزو علمي او فرهنګي همکاریو هوکړه لیک د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې رئیس ښاغلي احمد پوپل ترمنځ لاسیلک شو.
۱۴۴۷/۱۰/۱۹ هـ ق
