څرخ کې زده کوونکو ته د مطالعې او ناسمو رواجونو د مخنیوي په برخه کې معلومات ورکړل شول
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د څرخ ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ډبر لیسې سلګونو زده کوونکو ته د مطالعې ارزښت، د ځوانانو مسؤلیتونو او همدارنګه د ناسمو رواجونو د مخنیوي فرمان په برخو کې هراړخیز معلومات ورکول شول.
د څرخ ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عبیدالله احرار وویل: دغه پروګرام د زده کوونکو د پوهې کچې د لوړولو، د ناوړه دودونو له منځه وړلو، د زده کوونکو د هڅولو او د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.
۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق
