پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: سياحتي شرکتونه دې دکرونا ناروغۍ دخپريدو په مخنيوي کې همکاري وکړي

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۷
پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: سياحتي شرکتونه دې دکرونا ناروغۍ دخپريدو په مخنيوي کې همکاري وکړي


کابل /دکب  ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دعتبات عاليات، زاير او عمرې دسياحتي شرکتونو داتحاديو له مسوولانو سره فوق العاده غونډه  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهنيارې مصطفوي  له ټولو سياحتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د مسافرانو له لارې دکرونا ناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر مخنيوونکي تدبيرونه ونيسي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معينې ټينګار وکړ هغه مسافران چې د دغو شرکتونو له لارې  په تېره  يوه مياشت کې  هېواد ته راستانه شوي دي په هغه صورت کې  چې په هغو کې دکرونا ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو شي ، دعامې روغتيا وزارت له لوري ټاکل شويو مرکزونو ته ورشي .
دغه راز په دې غونډه کې دکرونا ناروغۍ په تېره بيا دسياحتي شرکتونو دمسافرانوله لارې د دغې ناروغۍ دخپريدود مخنيوي په مقصد دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خبرې وشوې او ټينګار وشو چې په دې برخه کې بايد دسياحتي شرکتونو مسوولان هم همکاري وکړي .
دسياحتي شرکتونو مسوولانودکروناناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خپلې نظريې  او وړانديزونه طرحه کړل او په دې لاره کې يې خپله همکارى  هم څرګنده کړه 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

برگزاری نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات 

به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

ورکشاپ دو روزه برای ارتقای‌ظرفیت خبرنگاران در کاپیسا پایان یافت

ورکشاپ دو روزه آموزشی که به هدف ارتقای‌ظرفیت مسلکی خبرنگاران در بخش‌های اخلاق رسانه‌یی و سایر فعالیت‌های خبرنگاری، در مرکز ولایت کاپیسا برگزار شده بود، به اتمام رسید.
مولوی کریم الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۰
Background image

فراهم شدن زمینه آموزش رایگان به ۷۰۰ تن جوان در کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا به همکاری کمیته جوانان رضاکار ولسوالی حصه‌اول، مرکز آموزشی رایگان را به جوانان بی‌بضاعت در کنار پوهنتون البیرونی این ولسوالی ایجاد کرد.
اظهارالله عاصم. . .

BACK TO NEWS