لوګر کې له فرهنګي مبارزینو او قلموالو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
Tue, Nov 10 2026 2:03 PM
..

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت له فرهنګي او قلموالو مبارزینو سره د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام‌یار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم او د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او مبارزینو ګډون کړی وو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلام‌یار د فرهنګي او قلموالو مبارزینو ترسره کړې او روانې هڅې وستایلې او له فرهنګي مبارزینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ولسونو د فکري اصلاح او عامه پوهاوي په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
نوموړي فرهنګي او قلموالو مبارزینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د فکري او فرهنګي مبارزینو مسؤلیت دروند دی او هغوی باید خپلې هڅې د اسلامي نظام د اصولو او ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړي.
دغه راز، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم او نورو ویناوالو په ټولنه کې د ځوانانو د اهمیت او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، مبارز ځوان باید په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت ترڅنګ خپل ستر مسؤلیتونه هم په سمه توګه درک کړي؛ ځکه له ځوانانو څخه د خلکو تمې لوړې دي، ځوانان باید د اسلامي نظام، هېواد، ولس او اسلامي امت د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.
ویناوالو له ځوانانو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو چارو کې د قرآن کریم، نبوي احادیثو، حنفي فقهې، د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو د سیرت، اسلامي تاریخ او د اسلامي امت د اوسني وضعیت مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.
ورته مهال ګډونوالو ډاډ څرګند کړ، چې د خپل قلم، فکر او استعدادونو په مټ به د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي پرمختګ، د ولسونو د عامه پوهاوي او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Nov 10 2026 2:41 PM
Background image

Public Awareness Meeting on Decree No. 17 Held at Paytakht Terminal

The Kabul Provincial Department of Information and Culture held a public awareness meeting at Paytakht Terminal in the Sarai Shomali area of Kabul’s 11th district to raise awareness of. . .

Mon, Nov 09 2026 1:36 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 28 Jumada al-Awwal 1448 AH The regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture was held , under the chairmanship of Mawlawi Abdul. . .

Mon, Nov 09 2026 10:15 AM
Background image

Deputy Minister for Publications Affairs Meets Local Media Representatives and Journalists in Badghis

Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, met with representatives of local media outlets and journalists during his. . .

BACK TO NEWS