لوګر کې له فرهنګي مبارزینو او قلموالو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت له فرهنګي او قلموالو مبارزینو سره د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیعالله صمیم او د سیمهییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او مبارزینو ګډون کړی وو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د فرهنګي او قلموالو مبارزینو ترسره کړې او روانې هڅې وستایلې او له فرهنګي مبارزینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ولسونو د فکري اصلاح او عامه پوهاوي په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
نوموړي فرهنګي او قلموالو مبارزینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د فکري او فرهنګي مبارزینو مسؤلیت دروند دی او هغوی باید خپلې هڅې د اسلامي نظام د اصولو او ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړي.
دغه راز، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیعالله صمیم او نورو ویناوالو په ټولنه کې د ځوانانو د اهمیت او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، مبارز ځوان باید په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت ترڅنګ خپل ستر مسؤلیتونه هم په سمه توګه درک کړي؛ ځکه له ځوانانو څخه د خلکو تمې لوړې دي، ځوانان باید د اسلامي نظام، هېواد، ولس او اسلامي امت د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.
ویناوالو له ځوانانو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو چارو کې د قرآن کریم، نبوي احادیثو، حنفي فقهې، د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو د سیرت، اسلامي تاریخ او د اسلامي امت د اوسني وضعیت مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.
ورته مهال ګډونوالو ډاډ څرګند کړ، چې د خپل قلم، فکر او استعدادونو په مټ به د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي پرمختګ، د ولسونو د عامه پوهاوي او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق
