د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بامیان پوهنتون له مسؤلينو سره وکتل

wares_admin
Mon, Apr 22 2024 12:27 AM
....

یک‌شنبه (۱۲ شوال المکرم ۱۴۴۵) د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد د ياد ولايت د پوهنتون له مسؤلينو سره د  لرغونو سيمو د اهميت، ارزښت او لرغونتوب په اړه د مقاله ليکنې، د اطلاعاتو او کلتور رياست او پوهنتون رياست تر منځ د همغږۍ، د کميت او کيفيت د سطحې لوړولو او د ګرځندوی صنعت د پراختيا په اړه ناسته وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد وويل: بامیان ولايت د تاريخي او تفريحي سيمو په درلودو سره د ګرځندوی صنعت پراختيا او د سيلانيانو جذب ته ډېره اړتیا لري، د پوهنتون استادان او د توريزم او لرغون پېژندنې پوهنځيو محصلين د سيلانيانو په جذب او د تاريخي او تفريحي ځايونو په معرفي کولو کې رغنده رول لوبولی شي او له دوی يې وغوښتل چې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره د خپلې علمي او مسلکي پوهې له مخې همکاري وکړي.

د بامیان پوهنتون رئيس مفتي حضرت محمد برهاني د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو څخه مننه وکړه او له دې رياست څخه يې وغوښتل چې د لرغونو او تفريحي ځايونو په بيارغونه کې د باميان پوهنتون د لرغون پېژندنې پوهنځي محصلينو ته د عملي کار زمينه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

Thu, May 16 2024 11:47 AM
Background image

A team of professionals visited Kunduz province

On Wednesday (7th of Dhul-Qa'da 1445), a professional delegation from the Department of Conservation and Rebuilding of Historic Sites traveled to Kunduz province to conduct surveys and. . .

Thu, May 16 2024 11:44 AM
Background image

Book exhibitions were held in several provinces throughout the country in honor of Book Week

During the current week, known as International Book Week, the information departments in Panjshir, Ghazni, Ghor, Balkh, Faryab, Nangarhar, Nuristan, Helmand, Maidan Wardag, Samangan,. . .

Wed, May 15 2024 6:45 PM
Background image

The head of information and culture of Samangan's province met with the head of the UNAMA field office

On Tuesday (6th of Zul Qada 1445), Maulawi Firuzaldin Munib, the head of Samangan province's information and culture department, met with Roben Kalpin, the head of UNAMA's field office.. . .

BACK TO NEWS