د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بامیان پوهنتون له مسؤلينو سره وکتل
یکشنبه (۱۲ شوال المکرم ۱۴۴۵) د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد د ياد ولايت د پوهنتون له مسؤلينو سره د لرغونو سيمو د اهميت، ارزښت او لرغونتوب په اړه د مقاله ليکنې، د اطلاعاتو او کلتور رياست او پوهنتون رياست تر منځ د همغږۍ، د کميت او کيفيت د سطحې لوړولو او د ګرځندوی صنعت د پراختيا په اړه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد وويل: بامیان ولايت د تاريخي او تفريحي سيمو په درلودو سره د ګرځندوی صنعت پراختيا او د سيلانيانو جذب ته ډېره اړتیا لري، د پوهنتون استادان او د توريزم او لرغون پېژندنې پوهنځيو محصلين د سيلانيانو په جذب او د تاريخي او تفريحي ځايونو په معرفي کولو کې رغنده رول لوبولی شي او له دوی يې وغوښتل چې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره د خپلې علمي او مسلکي پوهې له مخې همکاري وکړي.
د بامیان پوهنتون رئيس مفتي حضرت محمد برهاني د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو څخه مننه وکړه او له دې رياست څخه يې وغوښتل چې د لرغونو او تفريحي ځايونو په بيارغونه کې د باميان پوهنتون د لرغون پېژندنې پوهنځي محصلينو ته د عملي کار زمينه برابره کړي.