بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

wasim_admin
أحد, نوفمبر 08 2026 3:02 مساء
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌ الله متقي د یاد سیمینار له جوړولو څخه مننه وکړه او د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. ښاغلي متقي د فکري او فرهنګي جګړې پر وړاندې د مبارزې اهمیت ته په اشارې وویل: د اسلامي او افغاني فرهنګ ساتنه او ترویج یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې رسنۍ، علماء کرام، شاعران، لیکوالان او نور هېوادوال هم په دې برخه کې مسوولیت لري. نوموړي په علمي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ځوانانو پر رول هم ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د افغانستان تاریخي پېښو او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو مقاومت ته په اشارې، د فکري خپلواکۍ، د دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې او له تېرو تجربو څخه د زده‌ کړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښآغلي فراهي زیاته کړه؛ هېوادوال، په ځانګړې توګه ځوانان، مسوولیت لري چې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي زده‌ کړې، په کار کې اخلاص، د قومونو ترمنځ یووالی او د هېواد بېلابېلو ژبو ته درناوی د افغانستان د پرمختګ مهم عوامل وبلل. ښاغلي فراهي همداراز له رسنیو څخه وغوښتل، چې د هېوادوالو د عامه پوهاوي، د خلکو د ستونزو او غوښتنو او د نظام د لاسته ‌راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
دغه راز، پر ټولیزو رسنیو د څ ار رئیس مولوي صفي ‌الله رائد شته ننګونو ته په اشارې، د ځوانانو د فکري او رواني چمتووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او مطالعه، د پوهاوي کچې لوړول او د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا یې د ځوانانو له اساسي اړتیاوو څخه یاد کړل.
ورته مهال، د لوېدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول او نورو ویناوالو د دا ډول پروګرامونو جوړول مهم یاد کړل، د اوازو او ناسمو خبرونو په مخنیوي کې معلوماتو ته لاسرسی اغېزمن وباله او د بادغیس ولایت د رسنیو له لوري یې له مسؤلو ادارو څخه د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

أحد, نوفمبر 08 2026 3:08 مساء
Background image

عقد لقاء توعوي بشأن المرسوم رقم (١٧) ومكافحة المخدرات

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، لقاءً جماهيرياً في مديرية حصة أول كوهستان بالولاية، تناول تنفيذ المرسوم رقم (١٧)، والوقاية من. . .

أحد, نوفمبر 08 2026 3:06 مساء
Background image

عقد ندوة لتطوير القدرات الفكرية والعقائدية والمهنية للصحفيين في ولاية بادغيس

نظّمت وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بادغيس، ندوة لتطوير القدرات الفكرية والعقائدية والمهنية للصحفيين.
وأعرب رئيس الإعلام والثقافة. . .

خميس, نوفمبر 05 2026 12:42 مساء
Background image

تواصل جهود التوعية المجتمعية بشأن المرسوم رقم (١٧) في ولاية غور

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية غور مؤتمراً توعوياً لشرح مواد المرسوم رقم (١٧) الصادر عن القيادة، والمتعلق بمنع العادات والتقاليد السيئة، وذلك في إطار جهودها المتواصلة لتعزيز الوعي. . .

BACK TO NEWS