کندهار کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه ستره غونډه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۶
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په کندهار ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه غونډه وشوه، چې پکې علماء کرامو، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو، خپرندویانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
غونډې ته په رالېږل شوي پیغام کې، عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله )دا ډول غونډې جوړول د خیر او اصلاح سرچینه وبللې او زیاته یې کړه؛ چې د فتنو په  زمانه کې الله (ج) موږ ته د اجتماعي خدمت موقع راکړې، باید په ګډه ولس له شریعت سره اشنا کړو. 
دغه راز په پیغام کې ټینګار شوی، چې دا نظام د جهاد ثمره ده او دلته به د نفساني غوښتنو پر ځای یوازې د الهي دین لوړوالي او د اسلامي امارت شرعي موقف ته کار کېږي. 
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تېرو خلافتونو د له منځه تللو اصلي لامل د رعیت بې اطاعتي او خپلمنځي ستونزې وبللې او له ټولو څخه یې وغوښتل چې د نظام د مثبتو کړنو په انعکاس او د جهادي اثارو په خوندیتوب کې همکاري وکړي، څو راتلونکی نسل جهاد ته وهڅول شي.
ورته وخت کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرامینو تطبیق ته باید عملي لارې چارې ولټول شي او مسئولین باید لومړی له ځان څخه اصلاح پیل کړي، ښاغلي فراهي له خطیبانو، قومي مخورو، لیکوالانو، خپرندویانو او رسنیو څخه وغوښتل چې د ناوړه دودونو په مخنیوي او د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکمونو په رسولو او تکثیر کې مهم رول ترسره کړي.
د کندهار والي، د جهادي آثارو د تنظیم او راټولو رئیس قاري عبدالستار سعید او یو شمېر نورو ویناوالو افغانان د بې ساري کارنامو خاوندان وبلل او ویې ویل: په تېرو څلورو لسیزو کې د دوو سترو امپراطوریو ماتول یو لوی تاریخ دی، چې باید په دقیق ډول ولیکل او ثبت شي، دوی په وينا؛ د شوروي د یرغل تاریخ په سمه توګه نوي نسل ته ونه رسېد، چې له بده مرغه د نوي نسل ځینې کسان کمونستان هم اتلان بولي؛ نو ځکه اسلامي امارت د تېر ۲۰ کلن جهاد او تېرو مبارزو د خاطراتو او اثارو پر آرشیف کولو ځانګړی تمرکز لري. 
وینا والو زیاته کړه، چې د ټولنې ضروریاتو د حل لپاره اسلامي نظام یو امیر لري، ترڅو د ټولنې د ټولو اړخونو په حل کې د اسلامي شریعت موافق پریکړې وکړي، دلته د هر وزارت، ادارې او عامې ټولنې لپاره  لوایح، فرامین او مقررې جوړیږي، چې پر مونږ تاسو یې تعمیل واجب ده.

۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

افتتاح نمایشگاه کتاب در کندز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز نمایشگاه کتاب را با هدف ترویج و گسترش فرهنگ مطالعه در جامعه، افتتاح کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ بیان داشت که هدف از برگزاری این نمایشگاه، تقویت فرهنگ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۱۵
Background image

حفاظت از آبدات تاریخی مسوولیت مشترک دولت و ملت است

این اظهارات را ملا ولی جان حمزه والی ولایت غزنی همراه با ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت، در جریان بازدید از منارهای تاریخی غزنی، آرامگاه سلطان محمود غزنوی، مقبره حکیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۲۵
Background image

تثبیت زمین برای موزیم‌ها در ولایت خوست

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست، در چارچوب ریاست عمومی حفظ آثار جهادی وزارت اطلاعات و فرهنگ، ۱۵ جریب زمین را در تپه بیرق برای ساخت موزیم عمومی خوست و موزیم حفظ آثار جهادی تثبیت و. . .

BACK TO NEWS