د ده سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د دې بهیر موخه د یاد فرمان د محتوا خپرول او د دغه فرمان په اړه د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي پیاوړتیا دی. همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د یاد فرمان د محتوا د خپرولو او عامه پوهاوي د پراختیا په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
۱۴۴۸/۵/۶ هـ ق
