له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د دې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې له شاعرانو، لیکوالانو او نعت ویوونکو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د شعر، ادب او فرهنګ پر ارزښت، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ځوان نسل د ادبي استعدادونو پر ودي او د مطالعې د فرهنګ پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وشوې او ګډونوالو د دې ډول غونډو پر دوام او د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۵/۱۹ هـ ق
