په تخار کې د هنري اثارو، کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۵۸
شسشی

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معين مولوي عتيق الله عزيزي او د تخار د والي مولوي عبيدالله امين زاده په شتون کې د هنري آثارو او لاسي صنايعو نندارتون د تخار په قصر کې پرانيستل شو. 
په پيل کې د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د هنر او کلترو معين او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، هنري آثار، لاسي صنايع او کورني توليدات د هېواد وياړ وبلل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د هنرمندانو او توليدوونکو د توليداتو او لاسي صنايعو د نندارتون د جوړولو له کوربتوب څخه مننه وکړه او ويې ويل: د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو په ملاتړ، موږ کولای شو د لویدیځ له احتياج څخه خلاص شو، هغه زیاته کړه؛ د لاسي صنایعو محلي تولیدونکي باید خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړي، د اسلامي امارت دنده ده، چې د دوی ملاتړ وکړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د کورنیو تولیداتو، لاسي صنایعو او د هنرمندانو د هنري کارونو ملاتړ وکړي.
د نندارتون ګډونوالو د دغه نندارتون په جوړولو خوښي وښوده او د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه یې مننه وکړه، چې د دوی د صنعتي کارونو ملاتړ او هڅونه یې وکړه.

۱۴۴۶/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

فراهم سازی فرصت‌های آموزش رایگان برای دها جوان در غور

ریاست اطلاعات وفرهنگ غور با افتتاح کورس‌های سه ماهه آموزشی رایگان در مرکز این ولایت زمینه آموزش رایگان را برای ۱۲۰ تن از جوانان فراهم کرده است.
رییس اطلاعات و فرهنگ پیرامون نقش جوانان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۷) نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشراتِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش نشست قبلی را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

برگزاری مسابقه کتاب‌خوانی سیرت النبیﷺ در پکتیکا 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیکا به همکاری‌های مشترک ادارت همکار، مسابقه کتاب‌خوانی سیرت النبیﷺ را میان ۴۵۰۰ تن از جوانان راه‌اندازی کرده بود که اشتراک‌کنندگان برتر مسابقه نیز تقدیر. . .

BACK TO NEWS