د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین صاحبانو او فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې) په مناسبت د همغږۍ آنلاین غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Aug 13 2026 6:06 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشه‌وو ریاست په نوښت، د یاد وزارت د معین صاحبانو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د فرهنګي اتشه‌وو ترمنځ د زمري۲۴مې (فتحې ورځې) په مناسبت د همغږۍ آنلاین غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی، د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د بهرنیو اړیکو رئیس محمد شفیق احمدزي، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان فرهنګي اتشه‌وو او د وزارت یو شمېر اړوندو مسئولینو ګډون کړی و.

له غونډې جوړولو څخه موخه د زمري۲۴مه د اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د ترسره کېدونکو فرهنګي، هنري، رسنیزو او سیاحتي پروګرامونو په اړه لازمې همغږۍ رامنځته کول او فرهنګي اتشه‌وو ته د وزارت د معین صاحبانو له لوري لازمې لارښوونې وړاندې کول و.

د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د زمري۲۴مې د لا ښه نمانځنې پر اهمیت خبرې وکړې او له فرهنګي اتشه‌وو څخه یې وغوښتل چې په اړوندو هېوادونو کې د فرهنګي او هنري پروګرامونو له لارې د افغانستان تاریخ، فرهنګ، هنر، ملي هویت او تاریخي او فرهنګي میراثونه معرفي کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې یاد مناسبت باید یوازې تر تشریفاتي مراسمو محدود نه شي، بلکې د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو د معرفي کولو لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی د زمري۲۴مې د رسنیز کول پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د فرهنګي اتشه‌وو دنده وبلله، چې د کوربه هېوادونو له رسنیو او فرهنګي بنسټونو سره په همغږۍ د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په اړه مستند او باوري معلومات خپاره کړي.

ورته مهال د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال وویل:  د زمري۲۴ مه د فتحې ورځ د افغانستان له وحدت، ثبات، امنیت او خپلواکۍ سره ځانګړی تړاو لري. نوموړي د دې ورځې د نمانځنې په پروګرامونو کې د افغانستان د تاریخي، فرهنګي، سیاحتي او طبیعي جاذبو د معرفي کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په بهر هېوادونو کې کلتوري اتشې‌ کولی شي د کوربه هېوادونو له سیاحتي بنسټونو، ګرځندوی شرکتونو او فرهنګي ادارو سره د اړیکو له لارې د افغانستان د سیاحتي ظرفیتونو په معرفي کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

په دې آنلاین غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې په لاره کې د شلو کلن جهاد پر مهال د شهیدانو قربانۍ او فداکارۍ هم یادې شوې. ګډونوالو د هغو مجاهدینو او ولسونو د قربانیو یادونه وکړه، چې د هېواد د آزادۍ، اسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره یې د اشغال پر وړاندې مبارزه کړې ده.

همدارنګه ټینګار وشو، چې د زمري۲۴مې د فتحې ورځې د پروګرامونو له لارې باید د افغانستان د تاریخ، فرهنګ، هنر، ملي هویت، تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او طبیعي ښکلاوو په اړه د کوربه هېوادونو خلکو ته معلومات وړاندې شي او له شته فرهنګي او رسنیزو فرصتونو څخه اغېزمنه استفاده وشي.

په پای کې، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان فرهنګي اتشه‌وو د زمري۲۴ مې په مناسبت د خپلو پلان شویو پروګرامونو، فعالیتونو، نظرونو او وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لا ښه همغږۍ او تنظیم په موخه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دغې ورځې په مناسبت باید د افغانستان د فتحې او ملي ارزښتونو د یادونې ترڅنګ، په بهر کې د هېواد تاریخ، فرهنګ، هنر، سیاحت او فرهنګي میراثونو د معرفي کولو لپاره اغېزمن فرهنګي او رسنیز فرصت وګرځول شي. 

۱۴۴۸/۲/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Aug 12 2026 12:33 PM
Background image

Deputy Minister for Tourism, Finance, and Administrative Affairs Meets Private Employment Sector Representatives

On Tuesday, 27 Safar 1448 AH, Mawlawi Qudratullah Jamal, deputy minister for tourism, finance, and administrative affairs at the Ministry of Information and Culture, met with. . .

Wed, Aug 12 2026 12:24 PM
Background image

Youth Affairs Directorate Signs Cooperation Agreement with ACTED

The Youth Affairs Directorate, operating under the General Directorate for the Preservation of Jihadi Heritage of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation. . .

Wed, Aug 12 2026 9:43 AM
Background image

Signage and Advertising Reform Commission Conducts Inspection of Signage and Advertising Boards in Kabul’s 20th District

As part of its ongoing field activities, the Signage and Advertising Reform Commission, operating under the Deputy Ministry of Publications of the Ministry of Information and Culture,. . .

BACK TO NEWS