هرات کې د سیمهییزو رسنیو ستونزې وڅېړل شوې
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیقالله عزیزی د دغه ولایت د سیمهییزو رسنیو له مسؤلینو او د ملي رسنیو له خبریالانو سره په یوه غونډه کې د رسنیو ستونزې او اړتیاوې واورېدې او د دغو ستونزو د حل په موخه یې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د سیمهییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې شته ستونزې او ننګونې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره شریکې کړې او د رسنیو د لا ښه فعالیت لپاره یې د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه د اړوندو مسؤلینو د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ غوښتنه وکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاع رسونې او د عامه پوهاوي په برخو کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د قوانینو په چوکاټ کې د سیمهییزو رسنیو د فعالیتونو د ښه والي لپاره همکاري کوي. ښاغلي عزیزي له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د ټولنې ستونزې او اړتیاوې په مسوولانه او مسلکي توګه راټولې او انعکاس کړي.
ورته مهال د لوېدیځ زون د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې رئیس هم د رسنیو د ستونزو د حل لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د لوېدیځ زون د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټه به د رسنیو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق
