په کندز کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي د غرفې پرانیسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۳۰
,,

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست د کندز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه د بیهقي کتاب‌پلورنځي غرفه پرانیستل شوه.
د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دغې غرفې د پرانیستې په اړه خوښي څرګنده کړه او دا یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره یو اغېزمن ګام وباله او کتاب سره د مینې او نږدېوالي پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او دا نوښت یې د خلکو فرهنګي اړتیاوو ته د پاملرنې څرګندونه وبلله.
دغه راز د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست اړوند د خصوصي خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو مسوول هم د دې فرهنګي اقدام موخو ته په اشارې سره وویل: د دې غرفې د بډاینې په موخه ۵۸ عنوانه کتابونه، چې د قرآن‌کریم نسخې او بېلابېل نور اثار پکې شامل وو، دې کتاب‌پلورنځي ته ډالۍ شول.
د یادونې وړ ده، چې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست د کندز ولایت ټول خصوصي کتاب‌پلورونکي د نظم، شفافیت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د رسمي جوازونو د وېش لپاره ثبت او راجستر کړي هم دي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۱۷مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

په کندز کې د بیهقي کتاب‌پلورنځي د غرفې پرانیسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست د کندز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د عامولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
Background image

بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS