بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
..

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په تاریخي (نه‌ګنبذ) جومات په باغ کې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د بلخ د بېلابېلو تاریخي، فرهنګي او طبیعي سیمو انځورونه نندارې ته وړاندې شول او د سیاحت د پراختیا، د تاریخي سیمو د لا ښې پیژندنې او سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې. د پروګرام ګډونوالو بلخ د تاریخي او فرهنګي شتمنیو له پلوه بډای ولایت وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه ډول نندارتونونو او پروګرامونو له لارې د بلخ سیاحتي ظرفیتونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته لا ښه ورپېژندل کېدای شي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: د تاریخي او فرهنګي سیمو معرفي کول د سیاحت د ودې ترڅنګ د بلخ د لرغوني تاریخ او فرهنګي ارزښتونو په پېژندنه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې په بلخ کې د سیاحت د ودې لپاره شته ظرفیتونو ته په پام، د تاریخي او سیاحتي ځایونو د لا ښه معرفي او سیلانیانو ته د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي او د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره به په دې برخه کې همکاري لا پیاوړې شي.
همداراز د بلخ د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس حامد صمیم وویل: بلخ د تاریخي او طبیعي سیمو له پلوه ځانګړی ظرفیت لري او د مناسبو اسانتیاوو په برابرېدو سره کولای شي، لا ډېر کورني او بهرني سیلانیان جذب کړي.
همداراز غونډه کې نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه ډول پروګرامونو جوړول د سیاحت د ودې لپاره مهم دي، همدارنګه بلخ د څو زره کلن تاریخ ترڅنګ، له سلو څخه زیات تاریخي او فرهنګي ابدات او ګڼ شمېر طبیعي او سیاحتي ځایونه لري، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب لپاره مهم ظرفیت بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه سيمينار او نندارتون کې د بلخ ولایت سیمه ییزو حکومتي ادارو مسئولینو، د سیاحتي شرکتونو لسګونو مسئولینو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و، چې د سیمینار په پای کې د بلخ ولسوالۍ له یو شمېر تاریخي آبدو او سیاحتي جاذبو څخه لیدنه هم وشوه.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

BACK TO NEWS