روانه مياشت کې د هرات له موزيم او آرشيف څخه دوه نيم زره نفرو ليدنه کړې ده

wares_admin
Thu, Apr 18 2024 12:22 PM
…

پنجشنبه (۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم مدير نورزی وايي: په روانه مياشت کې د موزيم او آرشيف د ليدونکو شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغلی دی، چې د تېر کال په نسبت ددې کال د حمل مياشت د ليدونکو په شمېر کې شاوخوا ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د ښاغلي نورزي په وينا؛ په تېرو دوه کلونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر تاريخي آثار د فرهنګيانو او امنيتي ځواکونو له لوري موزيم ته انتقال شوي دي.

د هلمند او کندهار ولايت يو شمېر سيلانيانو چې په ډله ئيزه توګه يې له موزيم څخه يې ليدنه کوله وويل: د امنيت په تامينيدو سره خلکو ته د تاريخي او تفريحي ځايونو د ليدو زمينه برابره شوې ده.

د هرات ولايت موزيم د ياد ولايت په تاريخي اختيارالدين کلا ( د هرات ارګ) کې موقعيت لري، چې له اسلامي دورې وړاندې، د اسلامي دورې او معاصرې دورې تاريخي اثار پکې موجود دي.