روانه مياشت کې د هرات له موزيم او آرشيف څخه دوه نيم زره نفرو ليدنه کړې ده

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۲۲
…

پنجشنبه (۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم مدير نورزی وايي: په روانه مياشت کې د موزيم او آرشيف د ليدونکو شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغلی دی، چې د تېر کال په نسبت ددې کال د حمل مياشت د ليدونکو په شمېر کې شاوخوا ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د ښاغلي نورزي په وينا؛ په تېرو دوه کلونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر تاريخي آثار د فرهنګيانو او امنيتي ځواکونو له لوري موزيم ته انتقال شوي دي.

د هلمند او کندهار ولايت يو شمېر سيلانيانو چې په ډله ئيزه توګه يې له موزيم څخه يې ليدنه کوله وويل: د امنيت په تامينيدو سره خلکو ته د تاريخي او تفريحي ځايونو د ليدو زمينه برابره شوې ده.

د هرات ولايت موزيم د ياد ولايت په تاريخي اختيارالدين کلا ( د هرات ارګ) کې موقعيت لري، چې له اسلامي دورې وړاندې، د اسلامي دورې او معاصرې دورې تاريخي اثار پکې موجود دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۰
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د حضرت عمر فاروق(رض) لیسې ته ۳۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

چهارشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له له لوري د حضرت عمر فاروق (رض) مرکزي عالي لیسې زده کوونکو ته (د شرعي نظام په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د فريلانسينګ پروګرام له ګډونوالو ځوانانو سره وکتل

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله الهام او د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي د فريلانسينګ پروګرام د ګډونوالو ځوانانو سره ليدنه او خبرې وکړې.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

جوزجان کې له لس تنو څخه د فريلانسنګ لپاره نهايي ازموينه واخستل شوه

چهارشنبه (۲۱ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي: د ځوانانو چارو آمريت د اکټېډ موسسې په همکارۍ له لس تنو څخه د فريلانسنګ ( انلاین کاروبار) نهايي ازموينه. . .

BACK TO NEWS