د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر دادمحمد عنابي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۴:۲۵
anabi

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړچې د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدیر دادمحمد عنابي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په حق ورسېد.

دادمحمد عنابي د هېواد یو فرهنګی او ادبي شخصیت و او په فرهنګ او ادب کې یې ښه پوهه او بصیرت لاره.

ارواښاد عنابي ډېر کلونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخو کې کار وکړ، یو مهال د بیهقی کتاب خپرولو موسسې رییس و او له څو کلونو راهیسې یې د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د عنابي مړینه ضایعه بولي، ده ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او د اصلاح ورځپاڼې همکارانو او د هېواد فرهنګي - ادبي ټولنې ته د صبر او زعم هیله کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS