د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۵:۰
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي


د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار د جوړولوغونډه  نن  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د سرپرست محمدطاهر زهير په مشرۍ  او د خپرونو د چارو او د مالي ، اداري اوګرځندوى د معينانو او د علومو اکاډمۍ  د استازو په ګډون جوړه شوه
د باختراژانس خبريال د خبر مخې؛ په دې غونډه کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  محمد طاهرزهيروويل چې په ننګرهار کې  د خان عبدالغفار خان د مقبرې د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دى اوپه پام کې ده  چې د دغې مقبرې  د پرانستلو پرمهال کې  د خان عبدالغفار خان د افکارو اوکارونو په باب  علمي سيمينار د سيمې په کچه جوړه شي .
  هغه وويل : په هېواد کې روانه جګړه په يو نه يوډول  فرهنګي ماهيت لري، بنسټپالنه او تاوتريخوالى په يو ډول زموږ پر هېواد تپل شوى دى. خو زموږ فرهنګ  له تاوتريخوالي او افراطيت سره  اړخ نه لګوي او هغه نه مني اوبايد د دغه سيمينار محتوا له تاوتريخوالي اوبنسټپالنې څخه  پر پرهيز متمرکزه وي ځکه تاوتريخوالى اوافراطيت  زموږ د هېواد په تاريخ کې  ځاى نه لري .
  د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي استاد حبيب الله رفيع وويل: د دغه سيمينارجوړول  خلکوته  دا پيغام رسوي  چې موږ بنسټپالنه اوتاوتريخوالى  نه منو .
هغه وويل:د علومواکاډمي د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د دغه اقدام ملاتړکوي او هر راز همکارى ته  چمتو ده .
په غونډه کې برخه والوپه پرتمين ډول  د سيمينار  د جوړولو په باب خبرې وکړې
په پاى کې پريکړه وشوه  چې په دغه سيمينار کې  د ګډون لپاره  د نړۍ په کچه بلنه ورکړى شي  چې  مينه وال په دې باب  خپلې مقالې راولېږي.اودغه راز  په دې باب کتابونه ډير ژر چاپ شي او د اطلاعاتواوفرهنګ، دلوړو زده کړو او بهرنيوچارو  وزارتونو د افغانستان د علومواکاډمۍ اود کابل پوهنتون داستازو په ګډون علمي کمېسيون اوهمدارنګه يوه تدارکاتي کميټه جوړه شي اودغه کمېټه او کمېسيون د سيمينار د جوړولو اړوندې چارې په جدي ډول تنظيم کړي


-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS