د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس و ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ!
تېره ورځ د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي او ورسره مل پلاوي چې د ياد رياست مسلکي انجنیران دي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ذبیح الله نوراني سره وکتل او په بلخ ولایت کې یې د تاریخي آبداتو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
ياد پلاوي په بلخ ولايت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخی خانقاه، نهه ستنې مسجد، خواجه اکاشاه ولي مقبرې، خواجه ابو نصر پارسا مسجد او میر روزه دار مقبرې څخه لیدنه وکړه.
د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس وویل: چې وروسته له سروې او پروژې جوړونې به یادې تاریخي ودانۍ په نژدې راتلونکي کې په اساسي او معیاري ډول ورغول شي.
۱۴۴۵/۹/۱۸ ھ ق
۱۴۰۳/۱/۹ ھ ل